1 / 48

بسم الله رحمن الرحيم

بسم الله رحمن الرحيم. د شيدو غواوو ناروغيو روزنيز كورس ته ښه راغلاست. د شیدو غواګانو عامی ناروغی. اکتينو باسيلوسس 1 (Actinobacillosis) تعريف:

kovit
Download Presentation

بسم الله رحمن الرحيم

An Image/Link below is provided (as is) to download presentation Download Policy: Content on the Website is provided to you AS IS for your information and personal use and may not be sold / licensed / shared on other websites without getting consent from its author. Content is provided to you AS IS for your information and personal use only. Download presentation by click this link. While downloading, if for some reason you are not able to download a presentation, the publisher may have deleted the file from their server. During download, if you can't get a presentation, the file might be deleted by the publisher.

E N D

Presentation Transcript


  1. بسم الله رحمن الرحيم

  2. د شيدو غواوو ناروغيو روزنيز كورس ته ښه راغلاست

  3. د شیدو غواګانو عامی ناروغی

  4. اکتينو باسيلوسس1 • (Actinobacillosis) • تعريف: • () دغواوو يوه مزمنه ناروغي ده چي په لومړي مرحله کي دڅاروي په ژبه کي ديوتوموري کتلي په شکل څرګنديږي اووروسته نمو کوي چي په پايله کي دکم خوراکي اوحتي دنه خوراک په نتيجه کي دڅاروي حاصلاتوکي کموالي راځي.

  5. ۲عامل: • دغه ناروغي داکتينوباسيلوز ليګنريسي په وسيله چي يوګرام منفي بکترياده مينځ ته راځي. • انتقال: • نوموړي بکتريا دهضمي سيستم دپورتني قسمت په مخاطي غشاء کي په نورمال ډول ژوند کوي. • هغه وخت چي څاروي اغزي لرونکي اويانامنظمه خوړو څخه استفاده کوي نودخولي مخاطي غشاء يي تخربيږي. چي پدي اساس دخولي په مخاطي غشاء کي هغه بکترياوي چي هميشني ژوند لري نژدي همسايه انساجو ته خپريږي اوهلته تکثر کوي چي وروسته هلته د ځايي ککړتيا يا ( انفکشن ) سبب ګرځي • ۳اخته کيدونکي څاروي: • نوموړي ناروغي په لومړي قدم کي په غواوو اوکله کله په پسونوکي هم ليدل کيږي چي اکثر وختونه هغه څارويوکي ليدل کيږي چي دزيږ( درشت ) څړځاي څخه استفاده کوي. • کلينيکي نښي: • دناروغي تفريحي دوره اوږده ده همدارنګه په نوموړي ناروغي داخته کيدو چانس هم کم دي دژبي پړسوب دپراختيايي ابسو سره ليدل کيږي همدارنګه دژبي ژول دغوره نښانو څخه شميرل کيږي

  6. . • تشخيص: • په ژبه کي دآفت (ليژن) موجوديت ډير مشخص دي دچرک موجوديت يو بله مشخصه نښه ده. • درملنه: • دمکروب ضد درملنه لکه ايريترومايسين او اکسي تترا سکلين . • مخنيوي او کنترول: • دبهرنيو څيزونو له منځه وړل لکه سيم،ميخ اولرګي چه دافت يا ناروغي دپرمخ تګ مخه نيسي

  7. بابيزيوس) • نوموړي ناروغي،دخمنډکو تبي د سري بولي په نومونو هم ياديږي. • تعريف: • بابيزيوسس په شخوند وهونکو څارويو کي دخمنډکو پواسطه توليد شوي ناروغي ده چي پدي ناروغي کي دناروغي عامل يعني پروتوزوا دويني دسرو حجراتوپه داخل کي ژوند کوي چي دويني دکم والي، په بولو کي دهيموګلوبين موجوديت ، لوړه تبي اود زيړي دنښو په ښودلوسره دتشخيص وړده.

  8. عامل:دبابيزيا دوه مهم ډولونه لکه بابيزيا يابګمنا دګرمو اونيمه ګرمو منطقو په غواوو کي. • انتقال: • غوره انتقال کوونکي فکتورونه عبارت دي له هغه خمنډکو څخه دي چي () بوفيلس د‌ ‌‌ډولونو پوري ارتباط لري همدارنګه دافغانستان په ګرم اقليم لرونکوولايتونو کي لکه ننګرهار، بلخ، هرات، خوست ، تخار، کندز، اوکندهار کي تراوسه تشخيص شوي دي. • اخته کيدونکي څاروي: • پورتني ذکر شوي دبابيزيا دوه ډولونه يوازي غواوو اوغوايان اخته کوي • کلينيکي نښي: • نوموړي ناروغي تفريحي دوره 7 څخه تر 35 دناروغي حاد شکل يي معمولاً يوه هفته دوره لري، • لومړني نښه يي د 41 نه تر 42 درجي سانتي ګريت حرارت تبه ده، چي په اخر کي دبي اشتهايي سره مل وي. دتنفسي ضربان زياتوالي، دعضلاتو لړزش، دويني کموالي، زيړوالي، دوزن بايلل ، اوپه بولو کي دهيموګلوبين موجوديت د ناروغي په اخرو مرحلو کي ليدل کيږي، د

  9. تشخيص: • نوموړي ناروغي دکلينکي نښوپه اساس دبعضي ناروغيو سره چي لرونکي ددغي لاندني نښو وي داشتباه وړده لکه تبه دويني کموالي دويني دسرو حجراتو څخه دهموګلوبين ازاديدل، زيړوالي ، دبولو سور رنګ، مګردمکمل اودرست تشخيص لپاره بايد دژوندي څاروي څخه دويني اوياد غړو څخه خصوصاً دغوږ اولکۍ دکوچنيو وريدونو څخه سلايد جوړ اودګمزاپه طريقه رنګ آميزي شي. • درملنه: • دايمنازين اسيتويورت (Diminazene aceturate) يعني برنيل (Brenil). • اميدوکارب داي پروپونيت (Imidocarb dipropionate) يعني امزول (Imozl). • نوموړي دوه پورتني درمل داستعمال وړ اوعموميت لري مګرپه ټولو هغه هيوادونو کي چي نوموړي ناروغي په کي هروخت واقع کيږي ممکن پيدانشي. • همدارنګه دناروغي مکمله او درسته درملنه په لوړ ارزش لرونکو څارويو کي توصيه کيږي چي دويني دکموالي په صورت کي کولاي شي دويني انتقال صورت نيسي. • مخنيوي: • دناروغي دمخنيوي په خاطر ژوندي اوضعيف شوي واکسينونو Strain پواسطه بايد په ساحه کي واکسيناسيون تطبيق شي. • همدارنګه دخمنډوکو کنترول هم دناروغي په انتقال کي کموالي راوړي. • دغوايي دويني څخه جوړشوي سلايد چي دګمزارنګ آميزي په طريقه ترتيب شوي دي دبابيزيا بګمنا (B-bigemina) پروتوزوا په کي ليدل کيږي.

  10. دغوایی دوینی څخه جوړ شوی سلاید چی دګمزا درنګ امیزی په طریقه ترتیب شوی دی د بابیزابګمنا پروتوزوا په کی لیدل کیږی.

  11. دغواوو/ غوايانو توبرکلوز • (Bovine Tuberculosis) • دغه ناروغي په افغانستان کي پيژندل شويده او واقع کيږي. • تعريف : • دغواوو/ غوايانو توبرکلوز يا (TB) يوه مزمنه مکروبي اوضعيفه کوونکي توموري ډوله دانه يي شکله ناروغي ده.

  12. انتقال: • ملوثي اواخته زري چي داخته څارويو دسږو څخه خارج شوي وي دتنفس کولو پواسطه روغ څاروي ته انتقاليږي. همدارنګه دملوثو شيدو پواسطه دناروغي عامل دخولي يا هضمي سيستم له لاري روغ څاروي ته هم انتقاليږي. • ۷اخته کيدونکي څاروي: • دغواوو توبرکلوز په انسانانو کي دناروغي باعث ګرځي هغه چي دانساني توبرکلوز سره شباهت لري. • دغوايانو توبرکلوز په لومړي قدم کي غواوو/ غوايان اخته کوي اوپه کمه اندازه په نورو څارويو کي هم ليدل کيږي. همدارنګه انسان په مکمل ډول دنوموړي ناروغي په مقابل کي حساس دي. چي دناروغي عامل دخامو شيدو څخه ,غذايي موادو اود تنفسي سيستم له لاري • انتقاليداي شي چي په پايله کي په انسان کي دناروغي باعث ګرځي هغه چي دانساني توبرکلوز سره ډير شباهت لري. • کلينکي نښي: • دناروغي نښي عبارت دي . په تدريجي ډول دوزن بايلل، بيحالي، ضعيفي، بي اشتهايي ، په کمه درجه څپانده تبه ، همدارنګه دناروغي برانکونيمونيا شکل، دمزمن او وقفوي لوند ټوخي اوپه اخر کي دنفس تنګي اوتيز تنفس سبب کيږي.

  13. تشخيص: • دناروغي دتشخيص لپاره يوازني اوډير مهم ټيسټ دپوستکي په داخل کي توبرکلولين ټيسټ (Intradermal tuberculin test) دي. دکلينکي نښو له رويه دناروغي تشخيص مشکل دي ولوکه ناروغي ډير پرمختګ هم کړي اوسي. • بلغم اونور افرازات دمکروسکوپي ازموينو لپاره هم بعضي وختونه استعماليږي. دمړيني څخه وروسته موندونو کي دتوبرکلوز دتومور ډوله دانو موندل دناروغي دثبوت لپاره • درملنه : • دتوبرکلوز درملنه په بعضي هيوادونو کي غيرقانوني شکل لري. اوکه چيري کوم څاروي په توبرکلوز اخته وي نود دي لپاره چي انسانانو ته خپور نه شي نو بايد اخته څاروي له منځه ولاړشي.

  14. مخنيوي اوکنترول: • غوا/ غوايي دغوايانودتوبرکلوز اصلي منبع ده. • په زياتو هيوادونو کي دمشکوکو څارويو ټيسټ کولو اوحلالولو پاليسي دناروغي دمنځه وړولو لپاره استعماليږي، داخته ګلو ټيسټ کول په هر دري مياشتو کي توصيه کيږي ددي لپاره چي ګله پاکه اوناروغي خپره نشي، په زياتو هيوادونوکي دشيدو جوش کول پاستوريزشن (Pasteurization) دانساني توبرکلوز دمخ نيوي په خاطر يو نوي اوغوره قدم دي • پواپه پورتني تصوپه توبرکلوز اخته غوا په سږي کي دتومور ډوله داني يي شکله آفتونو ليدل، کوم چي دمايکوباکتريوم بويس سطه منځ ته راغلي دي.ير کي.

  15. هيموراجيک سيپتيسيميا • (Hemorrhagic Septicemia) • نوموړي ناروغي په افغانستان کي پيژندل شويده او واقع کيږي. • تعريف: • هيموراجيک سيپتيسيميا دغواوو/ غوايانو يوه شديده اوحاده سيستميکه باکتريايي ناروغي ده. • عامل : • دهيموراجيک سيپتيسيميا ناروغي دپاستوريلا مولتسيدا بکتريا په پواسطه منځ ته راځي. • انتقال : • ناروغي خپريدنه دککړواودناقليو څارويو په واسطه. صورت نيسي همدارنګه دسترس يا فشار په موجوديت هم دناروغي په چټکتيا کي رول لري. دناروغي عامِل دتنفسي سيستم يعني پوزي له لياري بدن ته داخليږي. • ۱۰اخته کيدونکي څاروي: • هغه غواوو/ غوايانو چي د 6 – 8 مياشتو پوري عمرلري دنوموړي ناروغي په مقابل کي حساس دي. • کلينکي نښي: • دناروغي لومړني نښي دادي چي څاروي د حرکت کولو څخه ډډه کوي، تنفسي مشکلات ليدل کيږي، دخولي څخه زګونه خارجيږي او څاروي غواړي چي په يوشي تکيه وکړي، برسيره پردي په ستوني ، غاړي اودسيني په برخه کي دانه دار پړسوب په سترګو کيږي.

  16. تشخيص: • دناروغي دملوثه ساحي اونښي دناروغي په تشخيص کي مرسته کوي • درملنه: • معمولاً که چيري ناروغي تشخيص شي نو دا به ډيره ناوخته وي چي د درملنه توصيه شي. • مخنيوي او کنترول: • په هغه ساحو کي چي نوموړي ناروغي وخت په وخت واقع کيږي بايد څاروي واکسين کړي شي • په لاندي تصوير کي دڅاروي دغاړي اودسر په ناحيوکي • پراخه پړسوب دهيموراجيک سيپتيسميا ناورغي ښايي.

  17. خبيثه نزلوي تبه يا مليګنانت کترل فيور • دغه ناروغي په افغانستان کي پيژندل شويده او واقع کيږي. • تعريف: • خبيثه نزلوي تبه دغواوو/غوايانو يوه مزمنه اوشديده ويروسي ناروغي ده • عامل : • اوين هرپس ويروس دغواوو/غوايانو دخبيثه نزلوي تبي سبب (OHV-2) .ا. • نوموړي ويروسونه په افغانستان کي کم موندل کيږي ځکه د دوي منبع او مخزن پ دي هيواد موجود نه دي اويا د دوي هغه ډول چي ناروغي توليدوي وجود نلري.

  18. انتقال : • پسه انتقالوونکي ويروس دپسونو دژوند په لومړني مرحله کي يعني څه وخت چي وري وي ککړتيا باعث ګرځي چي دککړتيا په اولي مرحلي کي نوموړي ويروس د وري دپوزي اوخولي افرازاتوپواسطه محيط ته خپريږي چي په نتيجه کي غواوي/ غوايان دتماس پواسطه عفونت ياککړتيا اخلي.

  19. اخته کيدونکي څاروي: • غواوي اوغوايان دويروس عمده قربانيان دي. • کلينيکي نښي: • دناروغي تفريحي دوره اوږده ده چي دڅواونيو څخه تر څو مياشتو پوري دوام دنوموړي ناروغي عمومي نښي عبارت دي له بيحالي، دګلي څخه ليري والي، دوامداره تبه اوداشتها دلاسه ورکول دي دپوزي خاليګاه په مخکني قسمت کي شديدي سوليدني چي لرونکي دزيات مخاط دي ليدل کيږي او ممکن اسهال ولري ( چي بعضي وخت وينه هم په کي موجوده وي) اويا وينه په بولو کي ليدل کيږي. • . • تشخيص: • دناروغي په تشخيص کي کلينيکي نښي اوپتالوژيکي موندني ډير رول لري فقط لابراتواري ټيسټ چي دناروغي په تصديق کولو کي کمک کوي. • درملنه : • دنوموړي ناروغي لپاره کومه موثره درملنه تراوسه نده توصيه شوي. د مړيني په درلودلو سره د درملني څخه صرف نظرکيږي.

  20. په ناروغي اخته غوايي کي دسترګود MCF دقريني التهاب اودپوزي اوخولي افرازات ليدل کيږي.

  21. دغواوو دسقط جنين رنځونه • (Abortion Diseases of Cattle) • دناروغي په افغانستان کي پيژندل شوي او واقع کيږي. • تعريف : • په غواوو کي بچي اچونه (سقط) په عمومي ډول دجنين دضايع يا زيان په نامه پيژندل شوي دي د بلربتوب مرحلي د 42 – 260 ورځو په موده کي واقع کيږي. • عامل : • بروسيلوسس (Brucellosis): يوه بکتريايي ناروغي ده چي بروسيلاابورتس (Brucella abortus) پواسطه منځ ته راځي. • ) په عمومي ډول پنځه سيروټيپونه په غواوو کي دبچي اچوني سبب ګرځي. • انتقال : • بروسيلوسس : په غواوو کي دناروغي خپريدنه دضايع/ سقط شوي نسجونو اومايعاتوسره دغوا دتماس په وسيله منځ ته راځي. همدارنګه هغه مايعات چي د بچي اچوني (سقط) سره بهر ته خارج شوي وي دڅړځاي اونورو غذايي موادولکه وچووښو دککړتياسبب ګرځي چي پدي لحاظ دنوروغواوو/غوايانو دتهديد باعث کيږي

  22. ۱۷کلينيکي نښي: • بروسيلوسس (Brucellosis) : بروسيلوسس په غواوو کي دبلاربوالي په دوهمه نيمايي کس معمولاً ( داوه مياشتوپه موده کي) دزيان ( سقط) باعث ګرځي. همدارنګه په نوموړي ناروغي کي تولدشوي خوسکي ضعيفه اوپلاسنتا دبنديدو باعث ګرځي. • ليپتوسپيروسس (Leptospirosis) : نوموړي ناروغي په تکرارډول په راتلوونکي نسلونو کي ليدل کيږي، خفيفي رحمي ککړتياوي، زيان (سقط) دغلانځي التهاب، اوبعضي وختونه په سيستميک ډول ککړتياوي منځ ته راوړي. په نوموړي ناروغي کي بلاربي غواوو دبلاربوالي په هره مرحله کي زيان(سقط) منځ ته راوړي مګر دبلاربوالي د 7 څخه تر 9 مياشتو په موده کي دزيان د ډيرواقيعاتو سبب ګرځي.

  23. ۱۸درملنه : • بروسيلوسس (Brucellosis): دبروسيلوسس درملنه بريالي نه ده. • مخنيوي اوکنترول: • دغووودمکروبي زياتو ناروغيو لپاره چي زيان (سقط) منځ ته راوړي موثره اوسالم واکسينونه موجود دي . په مجوع کي داقبوله شوي ده چي دواکسيناسيون پروګرام حد اقل دتناسلي ناروغيو په شمول يوهدف دي. ليپتوسپيروسس ( معولاً5 سيروټيپونه موجود دي) . دبروسيلوسس دکاملي له منځه وړني په خاطر بايد داوږدي مودي منظم پروګرام چي په هغي کي دخوسکيو واکسيناسيون اودناقلو غواوو ازموينه اوحلالول شامل دي پرمخ يوړل شي. • دهغه غوايانو دروغتيا لپاره بايد خاصه توجه وشي کوم چي دشيدو ورکوونکو غواوواوسخوندرو دنسلګيري لپاره ساتل کيږي

  24. ۱۹دغوايانوطاعون- رندرپست • (Rinderpest) • دغوايانو طاعون په افغانستان کي محوه اوله منځه تللي. • تعريف: • دغوايانو طاعون دلويو نوک لرونکو څارويو يوه حاده ويروسي ناروغي ده چي دتبي ،دخولي نيکروتيک التهاب ، دمعدي اوکلموالتهاب، دلمفاوي غدودو نکروز اوزياتي مړيني په ښودلو سره پيژندل کيږي. • دي چي (Rinderpest virus) دغوايانوطاعوني سبب رندر پست ويروس او (Canine distemper,PPR) له جملي څخه دي. • انتقال: • ناروغي دناروغ څاروي څخه روغ څاروي ته دمستقيم اوغيري مستقيم تماس پواسطه انتقاليږي.

  25. اخته کيدونکي څاروي: • ټول نوک لرونکي څاروي دنوموړي ناروغي په مقابل کي حساس دي مګر په غواوو/غوايانو کي ډير شديد وي . نوموړي ناروغي په وحشي شخوندوهونکو کي هم ليدل کيږي چي په ترتيب سره دهغوي په منځ کي ديو څخه بل ته انتقاليداي شي. • کلينيکي نښي: • تبه ، بي اشتهايي ، بيحالي، دپوزي اوسترګو افرازات چي دناروغي دشروع څخه يوه يا دوه ورځي وروسته ليدلکیږی • ۱۹درملنه: • په نوموړي ناروغي کي درملنه نه توصيه کيږي مګر په قيمتي څارويو کي داحتياطي پاملرني په خاطر اوددوهمي باکتريايي اخته کيدني دمخنيوي په خاطر ناروغ څاروي ته مايعات اودانتي بيوتيکودرملنه لکه پينسلين اويا اوکسي تتراسکلين توصيه کيږي.

  26. مخنيوي اوکنترول: • په هغه ساحه کي چي وخت په وخت ناروغي په کي واقع کيږي دغواوو/غوايانو اوميښو ته چي عمر يي ديوکال څخه زيات وي دهغه واکسين پواسطه چي په عضويت کي ضعيف شوي وي معافيت ورکړي شي. پدغو ساحو کي داخته کيدني کنترول بايد دقرنطين ، حلقوي واکسيناسيون اوبعضي وختونه دڅارويو په منځه وړلوسره ونيول شي. اوپه هغه ساحو کي چي کله کله ناروغي په کي واقع کيږي ښه طريقه اده چي دقرنطين مراعت شي او اخته څاروي له منځه ولاړشي. دڅارويودتګ راتګ پواسطه رامنځ ته کيږي.

  27. پورتني تصوير کي غوايي دشديد اسهال په ښودلو سره دغوايانو طاعون راپيژني.

  28. ۲۰ټک انترکس • (Anthrax) • افغانستان کي پيژندل شويدي. • تعريف: • ټک دڅارويو اوانسانانوترمنځ مشترکه ناروغي ده چي کولاي شي په څريدونکوڅارويو کي يوناڅاپي مړينه منځ ته راوړي اومالدارنوته دلوي تاوان سبب شي. • عامل: • داناروغي دسپور جوړونکي باکترياباسيلوس انتراس (Bacillus anthracis) په واسطه منځ ته راځي. دټک ناروغي په ټول افغانستان کي کله چي څريدونکي څاروي داباکتريا چي په خاورو او واښو باندي موجود وي وخوري منځ ته راځي. ددي مرض واقعات ممکن په وچ کالي اوله سيلابونو وروسته لوړه شي. • انتقال: • دباسيلوس انتراسس (B-anthracis) سپورونه کولاي شي چي دډيروکلونو لپاره په خاوره کي باقي پاتي شي. په دي وخت کي داسپورونه دڅريدونکو څارويو لپاره يوه بالقوه سرچينه ده لکن په عمومي ډول دانسانانو لپاره کوم مستقيم ګواښ نه دي. • څريدونکي څاروي هغه وخت په مرض اخته کيږي چي په کافي مقدار دانترکس سپورونه له خاوري څخه واخلي. دڅړځاي دککړتيا سرچينه هغه څاروي دي چي دټک له امله مړه شوي او وروسته له منځه تللوڅخه يي ډيري باکترياوي په چاپيريال کي پريښي اوسي

  29. ۲۱اخته کيدونکي څاروي: • دټک ناروغي په اهلي او وحشي وښوخوړونکو څارويو کي لکه غوايان،پسونه ، وزي او اوښانو کي ډيرعموميت لري. داناروغي په انسانانو کي هم ليدل کيږي کله چي انسان د ناروغ حيوان له غوښي ياککړشوو محصولاتو سره په تماس يا په مستقيم ډول ددي بکترياله سپورسره مخامخ شي په دي ناروغي اخته کيږي. • انسانان هيڅ کله بايد دهغو څارويو غوښي ونه خوري کوم چي دټک دناروغي پواسطه مړه شوي وي. • ټک يوخطرناک زونوز (Zoonosis) ناروغي ده. • کلينيکي نښي: • ددي ناروغي دتفريح دوره 3-7 ورځي ( په وسطي ډول 1-14 ورځو پوري) ده. کيلينکي دوره يي له فوق حاد څخه تر مزمن حالته پوري فرق کوي.

  30. تشخيص: • صرف دکلينيکي علامو پر بنسټ تشخيص ګران دي. که چيري په څاروي باندي دټک اشتباه وي لابراتواري معاينات بايد اجراء شي.) درملنه: • په وخت درملنه اوديو رغنده وقايوي پروګرام عملي کول ضرور دي ترڅو دڅارويو په ضياع کي کموالي راولي. له خطر سره مخامخ څاروي ژر ترژره له اوږد محاله تاثير لرونکي انتي بيوتيک سره لکه اکسي تتراسکلين (Oxytetracycline) بايد تداوي شي تر څو ټولو هغه انتاناتو نمو چي دتفريح په دوران کي دي ودروي.

  31. . • ۲۳مخنيوي اوکنترول: • دټک ناروغي کنترول دواکسين دپروګرامونو، په وخت سره کشف اوراپور، قرنطين دجوړو څارويو درملني ( وروسته له معروض کيدوڅخه وقايه ) اوداخته شوو جسدونو سوځولو اوښخولوله لاري کيداي شي. څاروي بايد 2-4 اوني ړومبي دڅر له فصل څخه واکسين شي. • دواکسين وقايوي تاثير تريوکال پوري په څاروي کي پاته کيداي شي اوهر کال بايد څاروي واکسين شي.

  32. تصوير: دټک پواسطه مړه څاروي څخه دويني اخيستلوپه حال کي ترڅو د ويني په سيموکي باکترياوي ولټوي.

  33. ۲۴طبق • (Foot and Mouth Disease) • ددي رنځ واقع کيدل په افغانستان کي پيژندل شويدي. • تعريف: • دطبق ناروغي دټولو سم لرونکو څارويو يوه فوق العاده ساري ويروسي ناروغي ده چي د تبي او هغه تڼاکو پواسطه چي په خوله اوپښوکي جوړيږي پيژندل کيږي. • عامل: • ددي ناروغي سببي عامل د FMD ويروس (FMDV) دي. • انتقال: • ددي ناروغي ويروس ساري ترين ويروس دي . اخته څاروي په يو زيات شمير ويرسونه چاپيريال ته شړي چي هغه بيا کولي شي چي د هوا له لاري نږد ي څارويو اوچاپيريال ته د اخته کيدونکي عامل په ډول انتقال ومومي. • په مناسبو اقليمي شرايطو کي داويروس کولاي شي چي دميلونوپه فاصله دباد پواسطه انتقال ومومي اوپه نوو ساحو کي څاروي اخته کړي.

  34. اخته کيدونکي څاروي: • ټول سم لرونکي څاروي په اخته کيږي. دمرض شدت په غوايانوکي نسبت پسونو او وزو ته زيات وي. • کلينيکي نښي: • . داناروغي ډيره ساري ده. اکثراً په ژبه ،او وري ، پښو، دنوک، سم او وريکوچني تڼاکي جوړيږي داتڼاکي غټيږي ورپسي چوي اودردناکه زخمونه منځ ته راوړي. دنورو مکروبونو پواسطه اخته کيدنه په دغو زخمي ساحوکي عام دي. څاروي اکثراً په پوره ډول رغيږي. • ۲۶تشخيص: • مرض تشخيص کيداي شي چي دلوړي کچي اخته کيدني اوتڼاکودموجوديت په اساس چي په وصفي ساحوکي موندل منځ ته راشي.

  35. درملنه: • ددي ناروغي لپاره کومه ځانګړي درملنه نشته. صرف ناروغ څاروي بايد په وچ ځاي کي وساتل شي اونرم اوبړن خواړه ورکړل شي ترڅو هغه ستونزي چي دثانوي باکتريايي انتاناتو په واسطه منځ ته راځي اوکولاي شي راکمي کړي. • مخنيوي اوکنترول: • مخنيوي اوکنترولدناظمه اداراتو زيات وخت غواړي يوازني واقعي اوموثره وقايه هغه ده چي اخته څاروي يا دهغوي دمحصولاتودننه وتو مخه يوي ساحي ته ونيول شي. کله چي يوځل رنځ واقع شي نوبيا کنترول دواکسين دتطبيق له لاري صورت نيسي لکه څنګه چي په افغانستان کي سرته رسيږي. داواکسينونه ځانګړي سيروتايپونه دي نوله دي کبل دامهمه ده چي وپوهيږو چي کوم سيروتايپ په ساحه کي دوران لري

  36. دتڼاکي جوړيدل دغوايي د دواړو سمونو په قات کي دتڼاکي چويدل دغوايي په ژبه کي.

  37. دتڼاکي جوړيدل دغاښونو په چوکاټ کي.

  38. تور لینګی یا بلک لیګ • تورلینګی د غوایانو یوه حاده، وژونکی باکتریایی ناروغی ده میښی، پسونه او وزی هم پری اخته کیږی. د ۲۴-۴ میاشتی عمر لرونکی ځوان خوسکی زیاتره پدی ناروغی اخته کیږی نوموړی ناروغی د خاوری پواسطه زیاتره په بارانی موسمو کی پیښیږی. په هندوستان کی په سپورډیک ډول موجوده ده. • د ناروغی انتقال • ناروغی په لاندی ډول خپریږی • » د ککړی غذا د خوړلو پواسطه. • » د زخمونو پواسطه. • علایم • » تبه (106-108 F*) • » کم اشتهایی • » خستګی • » د شخوند وهنی دریدل. • » نبض او د زړه ضربان زیاتیږی. • » ډیر په مشکله تنفس کوی. • » د اخته لینګی ګوډوالی. • » د اوږی، ملا او ورانه پړسوب او د کرپتیشن اواز موجودیت. • » د ناروغی په پیل کی پړسیدلی برخه دردناکه او ګرمه وی چی وروسته درد د منځه ځی او یخه وی. • » حیوان د ځایه نه پورته کیږی او د ۱۲ څخه تر ۴۸ ساعتونو پوری مړینه رامنځ ته کیږی

  39. » د عمر، بدن حالت او موسم تاریخچه. • » نښی لکه لوړه تبه، ګوډوالی، پړسوب او د کرپتیشن اواز درلودل. • » د مرګ نه وروسته معاینه: محاطی غشاوی تور رنګه او مړه حجراتو کرښی لری. • » د اخته ساحی (انساج یا د پړسیدلی ځای مایع) د سمیر لابراتواری معاینه. • » د بلک لیګ د عامل پیدا کیدنه. • تداوی • » پنسلین ۱۰۰۰۰ یونټه په هر کیلوګرام بدن وزن د غوښی د لاری د ۶-۵ ورځو پوری. • » د اوکسی تیتراسکلین لوړ دوز ورکول یعنی ۱۰-۵ ملی ګرام په هر کیلو وزن د غوښی یا رګ د لاری. • » د امکاناتو په صورت کی د (B.Q Antiserum) لوړ دوز ورکول. • » د غوښی د لاری ۱۰-۵ ملی لیتره (Avil) یا (Cadistin) پیچکاری کول. • مخنیوی او عمومی تدابیر • » د روغ او ناروغو حیواناتو جدا کول. • » د مړو اجسادو سوزول یا ښخول. • » د عملیات څخه مخکی باید ټول جراحی وسایل پاک او ضد عفونی شی. • » په اخته څړځای کی باید حیوانات و څرول شی. • » واکسین کول: د بارانی موسم د پیل څخه مخکی (B.Q vaccine) د پوستکی لاندی ۵ ملی لیتر پیچکاری کړی.

  40. درومن (لری) تیزابی کیدل • د شخوند وهونکو (غوایان، پسونه او وزی ) معده یارومن د تخمر یو ځانګړی محزن دی چه په میلونونو کوچنی مایکرارګانیزمونه او باکتریاوی پکی اوسیږی نوموړی کوچنی مایکروارګانیزمونه د نباتی حجراتو د حجروی دیوا ل د هضم قابلیت لری او پدی ډول حیوانات د نباتی حجری غذایی موادو څخه استفاده کوی ددی میکروبونو موجودیت څخه پرته هیڅ حیوان ژوند نه شی کولی ځکه چه یواځی دهمدی په واسطه د نباتاتو څخه ګټه اخستلای شی. • که څه هم نوموړی میکروبونه د رومن د ثابت محیط سره بلد دی ولی بیاهم مړه کیږی کچیری حیوان په زیاته اندازه نشایسته (غنم، باجره ) وخوری نو په چټکی سره هضمیږی او په لکتیک اسید بدلیږی چه پدی وخت کی د لکتیک اسید جوړونکی باکتریا ډیریږی او نور تیزاب هم جوړیږی چه دا د ټول بدن د تیزابی کیدو سبب ګرځی او که چټکه تداوی و نه شی نوحیوان مړینه به رامنځ ته شی . • علایم • د تیزابو بوی لرونکی اسهال چه زیړرنګ لری پړسوب د خرخر اواز کول، په اسانی نه پورته کیږی حرکت نه شی کولی او که چیری حرکت کوی ګوډ معلومیږی او لکه په انګار د حرکت کولو په څیروی

  41. تداوی • حیوان ته باید د تیزابیت ضد یا انتی اسید او یا سکاره ورکړل شی چه د پورته درملو سره یو ځای په رومن کی د پنسلین پیجکاری کول هم ګټور دی او وروسته د څو ورځو لپاره د بی کمپلیکس ( په ځانګړی ټوګه B1) ورکړل شی • د مرګ وروسته موندنی • رومن معمولاً د زیات مقدار تروش بوی لرونکی اوبو څخه ډک وی او کله کله د نشایستی لرونکی خواړه هم پکی لیدل کیږی . • مخنیوی • غوایان باید په تدریج سره د ډیری نشایستی لرونکی خوراکونو سره بلدشی لکه وریجی، غنم، ډوډی، تفاله، بور او نور ټول حبوبات یا دانه باب باید د حیواناتود لاس رسی څخه لیری وساتل شی . • ترڅو هغوی په تصادفی ډول ونه خوری. • کچیری حیوانات د دانه بابو ډیری یا انبارسره نیژدی تغذیه کیږی او یا نمایش ته وړاندی کولو لپاره حیوان تغذیه کیږی نو باید ډیر احتیاط وشی.

  42. پړسوب • معمولاً دوه ډوله پړسوب وجود لری چه یویی د ازاد ګاز په ډول او دوهم یی ځګ لرونکی یاکف دار وی • الف :- دازاد ګاز لرونکی پړسوب • په عمومی توګه د تخمر په نتیجه کی یو زیات مقدار ګاز لکه میتان په رومن کی جوړیږی. • حیوانات په منظم ډول دارګی یا ارګمی د لاری تولید شوی ګاز بهر ته وباسی کچیرته مری دکوم اجنبی جسم فلج ابسی او نورو له امله بنده شی نو ګاز به په رومن کی پاتی شی او رومن به د فشار لاندی راشی او بیا رومن نشی کولی چی تقلص وکړی باالاخیره رومن په حجاب حاجز پرده فشار راوړی او تنفسی ستونزی را منځ ته کیږی همدارنګه د وینی په رګونو د فشار له امله که بیړنی تداوی ونه شی حیوان د منځه ځی . • تداوی • په پیل کی باید د حیوان د بدن مخکنی برخه پورته ونیول شی او یا مخکی پښی جګی ونیسی په شدیدو پیښوکی باید رومن ته د یو نل داخلولو په واسطه هوا خارجه شی کچیری نوری ټولی تجربی ناکامی شی نو باید چه تروکار استعمال شی ځکه د سوری کولو په واسطه د رومن څخه ټوله هوا خارجیږی ولی د پيریتون د التهاب سبب هم ګرځی کچیرته تکراری منځ ته راځی نو باید د حیوان د ذبحیپه اړه فکر وشی ځکه که د مری بندښت د عصبی فلج له امله وی نو کومه تداوی نه لری . • مخنیوی • د ډیری مودی لپاره په ځای پراته حیوانات باید ودرول شی ترڅو په یوه څنګ د زیات وخت لپاره ملاست پاتی نه شی .

  43. زګ لرونکی یا کف دار پړسوب • په رومن کی تولیدونکی ګاز معمولاً د رومن په پورتنی برخه کی جمع کیږی، په دوامداره توګه د هوا پوکاڼی چی رومن کی جوړیږی او بیرته د رومن د مایع په سطح ماتیږی. او ګاز د مری د لاری بهر ته خارجیږی. • په ځینی حالاتو کی د مایع په سطح د پوکاڼیو اندازه ډیره زیاتیږی د پوکاڼی لرونکی پړسوب ډیر مهم عامل حیواناتو ته په غذا کی د ډیرو دانه بابو او رشقی ورکول دی. • تداوی • تیل، د صابون پوډر ځینی دواګانی لکه (Bloat guard) د خولی د لاری او یا راساً په رومن کی پیچکاری کیږی کله چی یو ځل پوکاڼی ماتی شی نو د معدی د مری د لاری هوا پخپله خارجیږی. • مخنیوی • دانه لرونکی غذا ګانی باید په ډیر احتیاط سره ورکړل شی په غذا کی د انتی اسید ورکول د تیزابیت او پړسوب مخنیوی کوی. • وږی حیوانات باید په ازاد ډول په څړځای کی پری نه ښودل شی. د مخنیوی لپاره په خطرناک څړځای باید پټ شی او یا درمل پری سپری شی تر څو یی حیوانات ونه خوری

  44. د غلانځی پړسوب • د غلانځی التهاب د اخته غلانځی په شیدو کی د لیکو سایتونو د شمیر زیاتیدو پواسطه معلومیږی، کیدای شی د یو یا څو عواملو پواسطه په ګډه منځ ته راغلی وی چی د غلانځی داخلی جوړښت او یا يوه برخه یی زیانمنه کړی وی. د غلانځی التهاب د ټولو شیدی ورکونکو حیواناتو ناروغی ده او د شیدو غواګانو کی ډیر عمومیت لری. • په غواګانو کی د تیونو په انساجو د تغیر د شیدو په ترکیب کی تغیر، لختی پواسطه مشخص کیږی چی کله کله د تیونو د درد او ګرموالی سره یوځای وی. • ډولونه • » کلینکی • » تحت کلینکی • کلینکی: • د غولانځی التهاب د پړسوب، درد او ګرموالی پواسطه مشخص کیږی چی د ناروغی په اوږدو کی ممکن علایم د منځه لاړ شی. د تیونو تولید معمولاً غیر نورمال وی د شیدو تولید او کیفیت یی کمیږی یو شمیر عوامل لکه د حیوان حساسیت، میکروبونه، د غلانځی د تخریب اندازه او نور د ناروغی په شیدت کی رول لری.

  45. د غولانځی التهاب او پړسوب

  46. تحت کلینکی: • د غلانځی د اخته برخی په شیدو کی د حجراتو شمیر زیاتیږی او کومی کلینکی نښی نه لری چی د غلانځی دا ډول التهاب د تحت کلینکی التهاب په ډول منل شوی دی. • عوامل • » په رمه کی د مزمن اخته وړونکی یا انتقالونکی حیوان موجودیت. • » د شیدو لوشلو په وخت کی د پاکوالی نه مراعات کول. • » د تیونو خراب جوړښت چی د مکروبو د داخلیدو مخه نه نیسی. • » په تیونو کی د زخم موجودیت چی د هغی د لاری غلانځی ته مکروبونه داخلیږی. • » د زیاتی پروتینی غذا ورکول هم د مکروب مداخلی ته زمینه برابروی. • » چټلی، خرابه لوشنه او د مچانو موجودیت • » د تیونو میخانیکی زخمونه. • علایم او اعراض • » بیلابیل انفکشنونه مختلف علایم منځ ته راوړی. • » شیدی ممکن اوبلنی، غلیظی او یا چرکینی شی. • » زیړی یا سور رنګه لختی ممکن ولیدل شی. • » د بد بوی درلودل . • » د شیدو تولید کمیدل، بندیدل، په چرک، لختو او اوبو بدلیدل لیدل کیږی. • » تیونه کلک، ګرم او دردناکه وی. • » کیدای شی یو یا ډیر تیونه د منځه لاړ شی په زخم بدل شی او چرک ورڅخه راوځي. • » په شدیدو حالاتو کی حیوان د توکسیمیا او سیپتسمیا علایم ښکاره کوی. • » خوراک نه کول لړزه ،ضعف اومرګ رامنځ ته کیدل هم ممکین دی:

  47. تداوی اوخپریدنه: • » دډنډونو،خټواومرطوبوځایونو ته دحیوان نه پریښودل. • » محیطی عوامل لکه بیروبار،یاګڼه ګوڼه، ضعیفه تهویه، دفضله موادوپه سمه توګه نه پاکول،تنګ اخور،ډنډونوته لاس رسی، دلنګوال چټله ساحه اوپه فارم کی دحفظ الصحی نه مراعت د ناروغی عوامل دی. • » دشیدو لوشلوپه وخت کی فاتوجن یاناروغی منځ ته راوړونکی عواملوڅخه دحیوان لیری ساتنه لکه دحیوان شاوخوا څخه دډیران، خاوری خوراکی ، اوبواودنباتاتولیری کول. • » دهرډول رطوبت کمول لکه باران، متیازی، دڅښلواوبه او حتی د غلانځی پریمینځلواوبه کمول ځکه چی رطوبت دمکروب نمو ته زمینه برابروی. • په ښه طریقه د شیدی لوشلوپه واسطه د غلانځی التهاب مخنیوی • ۱: غواګانوته پاکاو د فشارڅخه محفوط محیط برابرول: • ۲: شیدی باید په منظم ډول معلومووختونو کی ولوشل شی. • ۳: غواباید دلوشلومخکی ونه ویرول شی. • ۴: کچیری غلانځه ویښتان ولری نووخت په وخت یی باید ویښتان واخستل شی ترڅودمکروبی کیدوڅخه مخنیوی وشی. • ۵: دغوا لوشونکی لاسونه باید دلوشلومخکی پریمینځل او وچ شی. د دستکشواستعمال هم ګټور دی. • ۶ : ورږه، شیدی او تیونه باید په منظم ډول دناروغی لپاره معاینه شی . • ۷: دلوشلوپه وخت کی باید شیدی په لاس وانه چول شی ځکه پدی سره مایکروارګانیزمونه دیو تی څخه بل اودیوی غوا څخه بلی ته انتقالیږی. • ۸: دیوه لباس یا بسترڅخه باید په مشترکه توګه استفاده ونه شی

  48. د لوشلو مخکی په غلانځه د مکروب ضد موادو استعمال • د لوشلو مخکی په تیونوکی دضدعفونی موادواستعمال دمحیط د مایکروارګانیزمونو په واسطهدانفکشن منځ ته راتګ ۵۰٪ خطرکموی. چی پروسیجر یادکارطریقه یی په لاندی ډول ده. • » تیونه پاک کړل شی، تیونه ۲۰ یا۳۰ ثانیوپوری په ځینو میکروب ضد درملو ککړیږی وروسته دیوه دسمال په واسطه ښه وچ اوپاک کړل شی ترڅو په غلانځه پوری نښتی د دوا پاتی شونی په سمه توګه لیری. • »تیونه ښه وچ کړل شی. • » دمرطوبوتیونو لوشل حیوان ته دتکلیف اوتیونو او شیدو کانال دخرابیدوسبب ګرځی.

More Related